په هرات او غور ولایتونو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د ۱۷۲ طالب جنګیالیو تسلیمېدل

د غور ولایت د "شهرک" ولسوالۍ په "جام"، "شیربچه" او "اسطوره" کلیو کې د "عبدالله" ، "محمد یوسف" او "ملاسرور" په نامه د دریو سر ګروپانو په ګډون ۱۶۰ تنه طالب جنګیالي او د هرات ولایت د "چشت شریف" ولسوالۍ په "دره تخت" سیمه کې د "نصرالدین" په سرګروپۍ ۱۲ تنه طالب جنګیالي له خپلو وسلو سره، تېره ورځ افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
له تېرو څو میاشتو راهیسې د بې ساري نظامي فشار له امله چې پر تروریستي ډلو وارد شوي، ډیری طالب جنګیالي دې ته اړ شوي څو خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او افغان ځواکونو ته تسلیم شي؛ لکه څرنګه چې د څه باندې یوې میاشتې په ترڅ کې د غور ولایت په "شهرک" او د هرات ولایت په "چشت شریف" ولسوالیو کې، ۵۸۲ تنه طالب جنګیالي، افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
همداراز تېره اوونۍ هم د فاریاب ولایت په "ګرزیوان" ولسوالۍ کې، ۱۰ طالب جنګیالي ملي اردو ځواکونو ته تسلیم شول.
د طالبانو د تسلیمیدو لړۍ همداراز دوام لري.