په هرات، کندهار او غزنی ولایتونو کې لیکو د تصفیې کمېسیون په رهبرۍ غونډې تر سره شوې
د سرمفتش او لیکو د تصفیې کمیسیون مسؤل مفتي لطیف الله «حکیمي»، د یاد کمیسیون مرستیالانو جنرال شیر محمد «شریف» او عبدالله «غزنوي» د غزني، کندهار او هرات ولایتونو کې جلا جلا ناستې ترسره کړې.
په دې غونډو کې د باميانو، ميدان وردګو، دايکنډي، زابل، ارزګان، هلمند، بادغيس، غور، نيمروز او فراه ولايتونو څخه د لیکو د تصفیې کمېسيون غړو، ګډون کړى و.
په دغه ناستو کې د کمیسیون طرزالعمل، ارزونې او په ۳ اړوندو زونونو کې کمیسیون د کار د څرنګوالي، د مسوولینو د ټاکلو او د کمیسیون غړو ته د لازمو مسوولیتونو د سپارلو په اړه بحث او خبرې وشوې.