په ننګرهار کې د سيمه ييزې اردو ۱۵۳ تنه سرتیری فارغ شول

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۹:۵۱
په ننګرهار کې د سيمه ييزې اردو ۱۵۳ تنه سرتیری فارغ شول

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو په ښوونیز مرکز کې د ننګرهار ولایت د کوټ، هسکې مېنې او ګوشتې ولسواليو لپاره، ۱۵۳ تنه سرتیري چې له سیمه ییزو پولیسو څخه په سيمه ييزې اردو کې جذب شوي وو، د یو لړ مسلکي زده کړو وروسته فارغ او د امنیت ټېنګښت په موخه خپلو سیمو ته واستول شول.

د غونډې ګډونوالو دغو فارغینو ته وویل: ستاسو دا منظم صفونه، د جګړې په ډګر کې سر ښندونکې مبارزه او له پوځي زدګړو ګټنه، د هېواد د سولې او ټیکاوو د دښمنانو په ځان لړزه رامنځته کوي.

دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټېنګښت په موخه په ټول ځواک سره هڅه وکړي او هېچاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۲۰:۴۱
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء غزني ولایت ته ولاړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء, نن غزني ولایت ته ولاړ...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۴۸۱ تنه سېمه ایز سرتيري د اته اونیو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته، فارغ شول...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۴:۴۴
Background image

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه تازه دمي سرتیري فارغ شول

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۳۰۰ تازه دمي سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول...

بېرته خبرونه ته