په غزني ولایت کې د ترهګریز برید له ټپیانو سره د ملي دفاع وزارت سرپرست لیدنه

zia_omid
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۹ - ۲۳:۴۵
دیدار سرپرست وزارت دفاع ملی از زخمیان حمله تروریستی در ولایت عزنی

دملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو لوی مرستیال جنرال خوشال سعادت، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال سکاټ مېلر او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نن د غزني خلکو سره د خواخوږۍ په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ او په غزني کې یې د ترهګریز برید له ټپیانو سره ولېدل.

دغه راز د ملي دفاع وزارت سرپرست په دغه ولایت کې د روان امنیتي حالت، د عملیاتو د پرمختګ بهیر او پوځي ګامونو، د لویو لارو د امنیت خوندیتوب ارزونه له والي او امنيتي چارواکو سره وکړه او لازمې لارښوونې یې صادرې کړې.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۹:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین هېواد له ځانګړي استازي او سفير سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، نن د افغانستان په چارو کې د چين هېواد ځانګړي استازي ښاغلي يوشيايونګ او سفير، ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۹/۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د وسلوال پوځ ستردرستیز د ۳۱۳ مرکزي قول اردو درېمې پلې لواء څخه ليدنه وکړه 

د وسلوال پوځ ستردرستيز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چي د ملي دفاع وزارت پېژنتون رئیس مولوي محمد رحیم "رحیمي"، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال ملا محمد حافظ "مجاهد" او يو شمېر نورو لوړ پوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۹:۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د. . .

بېرته خبرونه ته