په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو له رییس سره د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست لیدنه

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۱۵:۴۳
په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو له رییس سره د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست لیدنه

ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود"میاخیل " په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو له رییسې میرمن "فیوڼا فرازر" سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

ملي دفاع وزارت او یوناما دواړو لوریو په وسله واله جګړه کې د ملکي وګړو ساتنې په تړاو بحث او خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست د یوناما هغه راپور یاد کړل، چې د ملکي تلفاتو اصلي لامل طالبان دي.

نوموړي وویل: دفاعي او امنیتي ځواکونه د قربانیو په ورکولو سره ترهګرو د بریدونو پر وړاندې د ملکي خلکو څخه دفاع او ساتنه کوي، ملي اردو د جګړې په ډګر کې د بشر حقونو د تګلارې او اصولو تطبیق ته ژمن دي، د ملي دفاع وزارت ټولو قطعاتو ته د ملکي تلفاتو د مخنیوي په تړاو لازم هدایت ورکړي دي.

همداراز د یوناما د بشري حقونو رییس د ملکي وګړو د ساتنې په برخه کې له هر اړخیزو مرستو او همکاریو ټيڼګار او ژمنه وکړه.

ښاغلي میاخیل د دفاعي او امنیتي ځواکونو او د افغانستان له خلکو سره د یوناما د مرستې او همکارۍ له امله قدرداني وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۲۰:۴۱
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء غزني ولایت ته ولاړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء, نن غزني ولایت ته ولاړ...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۴۸۱ تنه سېمه ایز سرتيري د اته اونیو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته، فارغ شول...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۴:۴۴
Background image

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه تازه دمي سرتیري فارغ شول

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۳۰۰ تازه دمي سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول...

بېرته خبرونه ته