په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عملیاتو مسوول جنرال براین مانیس له ښو خدمتونو څخه د «ښه پوځي خدمت»  مډال په ورکړې سره ستاینه وشوه

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۲۰:۵۳
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عملیاتو مسوول جنرال براین مانیس له ښو خدمتونو څخه د «ښه پوځي خدمت»  مډال په ورکړې سره ستاینه وشوه

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز، د ملي امنیت شورا په تایید او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عملیاتي مرستیال جنرال «براین مانیس»  ته نن د ملي امنیت په شورا کې د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال او سرپرست له لوري د «ښه پوځي خدمت» مډال ورکړل شو.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست، له ترویزم سره د مبارزې په تړاو له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د ښې همکارۍ په برخه کې ددغه امریکایي جنرال له کړنو او هڅو ستاینه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۷:۵۶
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست او د کورنیو چارو وزیر د سرتیري د ملي ورځې په مناسبت د سرتیرو د لیدنې، ستاینې او تقدیر په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست شاه محمود "میاخېل" او د ملي دفاع وزارت یوشمیر جنرالانو او افسرانو، د سرتیري د ملي ورځې د لمانځلو په موخه نن کندهار ولایت ته سفر وکړ...

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۲۰:۲۹
Background image

دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې په لوړ مورال او کلک هوډ مبارزه کوي

د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملي ورځې (د کب نهمې) په مناسبت جوړه شوې لمانځغونډه کې د افغانستان ولسمشر او د وسلوال پوځ سر اعلی قوماندان محمد اشرف غني...

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۱۵:۴۳
Background image

په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو له رییس سره د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست لیدنه

ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود"میاخیل " په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو له رییسې میرمن "فیوڼا فرازر" سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل...

بېرته خبرونه ته