ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۲۱:۲۰
ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه

 نن ورځ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" د ۲۰۵ البدر قول اردو په اداري مجلس کې دګډون ترڅنګ له یادې قول اردو څخه لیدنه وکړه.

 ملا محمد فاضل "مظلوم" د غونډې ګډونوالو ته د نظام د استحکام او د صفونو د تصفې په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل: چې د خپلو صفونو تصفیه وکړئ، هغه کسان چې قربانۍ یې ورکړې او اسلامي امارت ته وفاداره دي هغو مجاهدینو ته د خدمت لپاره زمینه مساعده کړئ.

 همدا راز مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د صفونو د تصفیې هیئت سره د غیر مخلصو کسانو په ښودلو کې جدي مرسته وکړئ.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته