ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د سردار محمد داوود خان روغتون ټپيانو پوښتنه او اختر مبارکي وکړه

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۳ - ۱۵:۸
ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د سردار محمد داوود خان روغتون ټپيانو پوښتنه او اختر مبارکي وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکټر نجیب الله "وردګ" د لوی درستیز له لومړي مرستیال ډګر جنرال اقبال علي "نادري", د ملي دفاع وزارت رییسانو او جنرالانو په ملتیا د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د سردار محمد داوود خان روغتون کې د ملي اردو اتلو ټپيانو او ناروغانو پوښتنه او اختر مبارکي وکړه.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ هغوې ته وویل:" تاسې زړور اتلان یاست, چې د جګړې ګرم سنګر مو د خلکو د دفاع, د هېواد د عزت او شرف ساتلو په لاره کې مو له خپلې وینې تویولو هم ډډه ونه کړه, د ملي دفاع وزارت او د افغانستان نجیب ولسونه به ستاسې سرښندنې هېڅکله هیرې نه کړي او ستاسې د یو یو په وجود به ویاړي".

همدا راز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د دفاعي او امنیتي ځواکونو د داخل بستر ناروغانو او ټپيانو په وخت د تداوۍ په تړاو مسولانو ته د لازمو لارښوونو او سپارښتنو ترڅنګ نقدي تخفې هم ورکړې.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته