ملي دفاع وزارت د شهیدانو وارثینو کورنیو ته د دوه رهایشي اپارتمانونو په ورکولو له هغوې سره کوچنی اختر ولمانځه

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۳ - ۱۶:۴۰
 ملي دفاع وزارت د شهیدانو وارثینو کورنیو ته د دوه رهایشي اپارتمانونو په ورکولو له هغوې سره کوچنی اختر  ولمانځه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکټر نجیب الله "وردګ" د لوی درستیز له لومړي مرستیال ډګر جنرال اقبال علي "نادري" او ور سره پلاوي په ملتیا شهیدانو د وارثینو کورنیو ته د کابل قصبې بلاکونو سیمه کې د دوه رهایشي اپارتمانونو ورسپارلو, د خبر اخیستنې او اختر مبارکي ولمانځله.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ملي اردو شهیدانو د وارثینو کورنیو سره چې د خلکو د دفاع, عزت او د هېواد د شرف ساتلو په لاره کې خپل بچیان قرباني کړل, د هغوې پوښتنه وکړه او دوه, درې اطاقه اپارتمانونه یې د ټولو امکاناتو لکه: فرش, ظرف, د اختر میوې او د ۵ میاشتو خوراکي توکو په شتون کې, هغوې ته وسپاره.

په مقابل کې د ملي اردو اتلو شهیدانو کورنیو ته د ملي دفاع وزارت ځانګړې پاملرنې څخه د خوښۍ او قدردانۍ څرګنده ونه وکړه. دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ او پاملرنې برنامو برابرول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د ملي دفاع وزارت رهبرۍ په لومړيتوبونو کې قرار لري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته