ملي دفاع وزارت د حربي ښوونځي قوماندانۍ اعلامیه!

s.mohmand
اطلاعیه قوماندانی حربی شوونځی وزارت دفاع ملی!‍‍‍‍‍ 

د ملي دفاع وزارت نظامي اکاډمۍ د حربي ښوونځي قومانداني د (۱۴۰۱ ه.ش) تعلیمي کال له پاره د پوهنې وزارت د لسم او یوولسم ټولګي هغه فارغان، چې څلور نیم میاشتنۍ ازمویینه یې ورکړي وي، د لاندې شرایطو په لرلو سره د حربي ښوونځي په لسم او یوولسم ټولګي کې شاملیږي:

-لسم ټولګي له پاره د داوطلب عمر باید له (۱۶-۱۷) او د یوولسم ټولګي له پاره د داوطلب عمر باید د (۱۷-۱۸) کلونو زیات نه وي. 
-د دیني مدرسو فارغان چې د لسم او یوولسم ټولګي سره برابر وي، د لوستلو او لیکلو وړتیا ولري؛
- د شرایطو وړ مجاهدین چې په سیمه ییزو قول اردو ګانو کې پر دندو بوخت دي، چې د ملکي ښوونځیو د لسم او یوولسم ټولګیو او یاد د دینې مدرسو د لسم او یوولسم ټولګیو معادل سندونه ولري؛

- اصلي پیژند پاڼې لرونکی او مجرد وي؛
- د بشپړې روغتیا څښتن او لوړ قد لرونکی وي؛
- په ښوونځيو یا مدرسو کې په الف درجه کې نمرې شامل وي؛

یاداښت: د شرایطو وړ داوطلبان باید د څلورو رنګه انځورونو، اصلي پیژند پاڼې او د څلور میاشتنۍ ازمویینې د تصدیق فورم سره د روان کال د (زمري له ۱۰ څخه تر ۲۰) پورې د ولایتونو د جلب او جذب قوماندانیو ته مراجعه وکړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره د ملي دفاع وزارت رسمي سایټ او یا هم لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ.

۰۲۰۲۶۱۴۱۰۱
۰۲۰۲۶۴۸۰۸۳
#دمليدفاع_وزارت

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۶:۸
Background image

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي د قوماندانۍ خبرتيا

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ د ۱۴۰۴ ښوونيز کال لسم ټولګي ته د پوهنې وزارت د نهمو ټولګیو فارغان او د دیني رسمي مدرسو د نهمو ټولګیو معادل زده کوونکي په لاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملکي کدرونو د جذب په اړه د ستردرستیز د صحيه چارو قوماندانۍ خبرتیا!

لکه څرنګه چې څرګنده ده، د ملي اسلامي اردو د صحي خدمتونو ګټه اخيستونکي د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په ځانګړې توګه د ملي دفاع وزیر محترم مولوي محمد یعقوب "مجاهد" او د ستردرستیز صحيه چارو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د حضرت معاذ بن جبل – رضي الله عنه – د ملي پوځي اکاډمي خبرتیا

د حضرت معاذ بن جبل – رضي الله عنه – ملي پوځي اکاډمي د (۱۴۰۴هـ،ش) کال لپاره په لاندې شرایطو محصلین مني:

الف: د نوم ليکنې شرایط:
- داوطلبان به په (۱۴۰۲هـ،ش) کال کې د پوهنې وزارت او د . . .

Back to announcements