ستر جنرال محمد یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه وګومارل شو

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جمهور ریس جلالتمآب محمد اشرف غني د حکم په اساس د ملي پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وګومارل شو.
د دې حکم پر اساس به ښاغلی ضیا د ملي دفاع وزیر ستر جنرال اسدالله خالد تر رغېدو او بېرته را ستنېدو پورې د دغه وزارت چارې مخ ته وړي چې د اصلاحاتو لړۍ او د پر ځان بسیا کېدنې جاري هڅې له هر ډول خنډ او ځنډ پرته پر مخ ولاړې شي.