د ۲۱۷ پامیر قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۲۲۹ سرتیري فارغ شول

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۰:۵۹
د ۲۱۷ پامیر قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۲۲۹ سرتیري فارغ شول

د ۲۱۷ پامیر قول اردو له ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۲۲۹ تنه سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول.

دغو مراسمو کې، د یادې قول اردو د ارکان رییس ډګروال عبدالاحد "جاهد"، افسرانو، برید ملانو او سرتیرو، ګډون درلود.

 د قول اردو رییس ارکان سرتیرو ته د فراغت مبارکۍ ترڅنګ وویل:« خپله پوځي پوهه د خپلو نورو ملګرو په څنګ کې په میړانه او زړورتیا وکاروئ».

همدا راز تازه فارغ شویو سرتیرو وویل، موږ د هېواد او خلکو ساتلو ته ژمن یو او د دوې د دفاع په لاره کې به د هېڅ ډول کوښښ څخه ډډه ونه کړو.

وروستي خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستيز او حکومت د کابینې غړو په ګډون کې د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنه منسوبينو فراغت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنو ځوانو منسوبينو فراغت نن د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین " فطرت"، د لوړو زده کړو سرپرست شیخ ندا محمد " ندیم"، چارواکو، علماء. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۸:۴۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستيز د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه

د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستيز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" په داسې حال کې چې ورسره د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او ډاکټرانو هم ملتيا کوله، د کندهار ولايت د وروستۍ پېښې له ټپیانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۱۴
Background image

د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته ولاړ

د ملي دفاع وزارت رهبري د هدایت پر اساس د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې په فرضي. . .

بېرته خبرونه ته