د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه ۲۰۰ پوله ساتي سرتیري فارغ شول

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۶ - ۱۰:۵۹
د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه ۲۰۰ پوله ساتي سرتیري فارغ شول

تیره ورځ د ملي اردو ۲۰۰ پوله ساتي سرتېري د یو لړ پوځي، بنسټیزو او مسلکي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قوماندان، د بلخ والي، علماوو او نورو پوځي او ملکي چارواکو په ګډون د یادې قول اردو د شپږم سرحدي کنډک له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول. 

په دغو مراسمو کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندان مولوي عطاء الله "عمري" سرحدي ځواکونو ته د فراغت مبارکي ویلو ترڅنګ زیاته کړه: "نن ورځ تاسو ځوانان د اسلامي امارت د مشرانو او د افغانستان د ملت هيله یاست، ستاسو له ځواک او په دغه دوره کې له زده کړې په ګټه اخیستنه د هېواد د خپلواکۍ او سرحداتو په ساتنه کې لا زیار وباسئ." 

همدا راز د بلخ والي مولوي قدرت الله "حمزه" د دغو سرتیرو فراغت د هېواد د شمالي ولایتونو د سرحدونو د ساتنې له پاره ارزښتناکه وباله او هغوی ته یې په ورسپارل شوو مسوولیتونو ټینګار وکړ.

ټاکل شوې، چې دغه سرتېري به د هېواد د پولو په ځانګړي توګه د شمالي ولایتونو په سرحدي سیمو کې د ښه امنیت د تامین په موخه وګمارل شي. 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته