د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه د اسلامي امارت ۴۸۰ سرتيري فارغ شول
دغو سرتيرو د پوځي، عقيدتي او مسلکي زده کړو وروسته په سرپل ولايت کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د څلورمې لوا څخه فارغ شول.
د دې سرتيرو په فراغت مراسمو کې د الفتح قول اردو قوماندان امير خان «حقاني» د سرپل ولايت مخورو، علماو، نظامي او ملکي کسانو ګډون کړی وو.