د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه ۱۱۵۰ سرتېري فارغ شول

s.mohmand
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۱
د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه ۱۱۵۰ سرتېري فارغ شول

د ۲۰۳ تندر قول اردو د ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۱۱۵۰ تنه سرتيري د یو لړ  بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول.

د سرتیرو د فراغت په مراسمو کې قول اردو د ښوونې او روزنې مدیر ډګروال محمود حبیبي د قول اردو د ښوونیز مرکز قوماندان مسولینو افسرانو، برید ملانو او سرتیرو ګډون درلود.

د فراغت په غونډه کې اړوندو مسولینو فارغ شوو سرتیرو ته وویل، تاسو د خپلې خاورې او ولسونو څخه د ساتنې لپاره یو لوی او ارزښتناکه قدم اوچت کړی او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د پام وړ ښه والی به راشي.

د امنیتي ځواکونو د ليکو سره ستاسو یو ځای کیدل ستاسو د همسنګرانو او عامو خلکو مورال پیاوړی کوي او ترهګرو ته خبرداری ورکوي چې د دې خاورې ریښتیني بچیان په هر ډول حالاتو کې د هیواد او ولسونو څخه ساتنې ته چمتو دي.

دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۲۰:۴۱
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء غزني ولایت ته ولاړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء, نن غزني ولایت ته ولاړ...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۴۸۱ تنه سېمه ایز سرتيري د اته اونیو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته، فارغ شول...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۴:۴۴
Background image

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه تازه دمي سرتیري فارغ شول

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۳۰۰ تازه دمي سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول...

بېرته خبرونه ته