د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۲۰
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۴۸۱ تنه سېمه ایز سرتيري د اته اونیو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته، فارغ شول.

دا سرتېري به د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمېر ولسوالیو ته امنیت د لاټینګښت په موخه واستول شي.

د سرتیرو د فراغت په مراسمو کې د ۲۰۱ سلاب قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالجبار وفا، د قول اردو مرستیال، درستيزوال، د لغمان ولايت مرستيالې بريښنا ساپۍ، ، یو شمېر افسرانو او د يادو ولايتونو مخورو مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو، ګډون درلود.

دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه په ټول ځواک سره هڅه وکړي او هېچاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۶ - ۱۸:۴۰
Background image

د ۲۰۳ تندر قول اردو تازه قوماندان په رسمي توګه خپل دنده پېل کړه

نن د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال مولانا جلال الدین"یفتلي" د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې...

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۳ - ۱۶:۴۰
Background image

ملي دفاع وزارت د شهیدانو وارثینو کورنیو ته د دوه رهایشي اپارتمانونو په ورکولو له هغوې سره کوچنی اختر ولمانځه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکټر نجیب الله "وردګ" د لوی درستیز له لومړي مرستیال ډګر جنرال اقبال علي "نادري" او ور سره پلاوي په ملتیا ...

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۳ - ۱۵:۸
Background image

ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د سردار محمد داوود خان روغتون ټپيانو پوښتنه او اختر مبارکي وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکټر نجیب الله "وردګ" د لوی درستیز له لومړي مرستیال ډګر جنرال اقبال علي "نادري", د ملي دفاع وزارت رییسانو او جنرالانو په ملتیا...

بېرته خبرونه ته