د ۲۰۱ سیلاب او ۲۰۹ شاهین قول اردوګانو تازه ګمارل شوې قوماندانان وپیژندل شول

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۲۱:۱۸
د ۲۰۱ سیلاب او ۲۰۹ شاهین قول اردوګانو تازه ګمارل شوې قوماندانان وپیژندل شول

 

د ملي امنیت سلاکار «حمدالله محب»، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، ستر جنرال «محمد یاسین ضیا» او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین ستر پاسوال «عبدالصبور قانع» نن د امنیتي وضعیت د ارزونې، دفاعي او امنیتي ځواکونو د ستاینې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
همدا راز، د دې سفر په بهیر کې، برید جنرال عبدالجبار وفا د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د نوي قوماندان په توګه او د دې قول اردو د دوهمې لوا قوماندان معرفي کړل.
په ورته وخت کې، د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال «شاه محمود میاخیل»، په بلخ ولایت کې تورنجنرال مصطفی وردګ د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوي قوماندان په توګه معرفي کړ او په شمالي زون کې یې د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې.
د ملي امنیت سلاکار، ملي دفاع وزارت او ستر درستیز رهبري تازه ګمارل شوو قوماندانانو ته لارښوونه وکړه، چې د خلکو د ژوند او مال خوندیتوب لپاره له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي او دښمن ته اجازه ورنکړي چې زموږ د هېوادوالو په وړاندې ترهګریزې کړنې ترسره کړي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۲۲:۲۲
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل" د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې...

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۳:۴۲
Background image

۲۱۷پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه سرتیري فارغ شول 

نن د ۲۱۷ پامیر قول اردو  له ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو  ۳۰۰  تنه منسوبین د یو لړ ښونیزو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول او د لوړې مراسم یې ترسره کړه.

دیادونې وړه ده دغو تازه فارغ. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

کابل کې نږدې ۱۰۰۰  تنه سرتیري فارغ شول 

نن د ګډې قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو  ۹۱۳  تنه منسوبین د یو لړ ښونیزو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول...

بېرته خبرونه ته