د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د میاشتې ۲۳ نیټه خبرتیا
د مارشال" فهیم" د ملي دفاع پوهنتون د افسرانو اکادمۍ خپلې نولسمې تعلیمي دورې لپاره محصلین مني.
د ملي دفاع وزارت ټولو هغو نارینه او ښځینه ځوانانو ته چې د ملي اردو د افسرانو په اکادمۍ کې د شمولیت غوښتنه لري خبر ورکوي چې د نوم لیکنې په موخه د مرکز او ولایتونو د جلب او جذب قوماندانیو ته ور شي .
د شمولیت شرطونه:
۱- د افغانستان د تذکرې در لودونکي وي .
۲- د کاندیدې عمر د ۱۸ نه تر ۲۵ کلونو پورې وي.
۳- د دولسم ، څوارلسم او یا لسانس سند درلودونکي وي.
۴- د پوره روغتیا څخه برخمن وي او په مخدره توکو معتاد نه وي.
۵- دپوهنتونونو او ملي انستیتوتونوفارغانو ته لومړیتوب ورکول کیږي .
۶- د ښځینه کاندیدانو لپاره د کورنۍموافقه شرط دی.
۷- د دولسمو ټولګیو فارغانو د نمراتو اوسط د ۷۵ فیصدو نه کم نه وي
یادونه : ټول محصلین ( نارینه او ښځینه) د تحصیل په موده کې د لیلې په شکل دي او ټول ضرورت وړ تسهیلات د اسلامي او افغاني دود او فرهنګ په چوکاټ کې دوي ته په پام کې نیول شوي دي. د تحصیل په دوران کې مدد معاش هم ورکول کیږي .
د نوم لیکنې لړۍ د ۱۳۹۸ کال د تلې( میزان) ۲۵ نیتې څخه د هیواد د جلب او جذب په ټولو قوماندانیو کې پیل او د آزموینې نیټه د جلب او جذب قوماندانیو لخوا داوطلبانو ته ویل کیږي.
د لاډیرو معلوماتو لپاره د جلب او جذب قوماندانۍ سره په دغي شمیرو اړیکه نیولی شی :
۰۷۲۹۴۷۰۴۶۰- ۰۷۹۹۶۱۲۷۵۷- ۰۷۹۶۵۱۰۵۰۱