د کابل ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۲۶۰ منسوبین فارغ شول

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۹:۰
د کابل ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۲۶۰ منسوبین فارغ شول

نن د ملي اردو ځواکونو ۲۶۰ تنو افسرانو، برېدملانو او سرتیرو د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته د کابل ګډ محاربوي ښوونیز مرکز د قوماندان برېد جنرال ارکانحرب بیک مراد «وفايي» په شتون کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې مراسمو کې د ګډ محاربوي ښوونیز مرکز قوماندان فارغینو ته وویل: په دې حساس وخت کې خپلو دندو کې هڅه وکړئ، چې له خلکو سره ښه او نیک چلند وکړئ؛ ځکه چې د خلکو هیلې دفاعي او امنیتي ځواکونو ته دي تر څو د هغوی امنیت تامین کړي.

همدا راز تازه فارغ شوو منسوبینو ژمنه وکړه چې د الله تعالی په توکل او د ولسونو په ملاتړ د هېواد په هره نقطه کې د دې ځوریدلي ملت چوپړ چمتو یو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۲۰:۲
Background image

د وسله وال پوځ نوی لوی درستیز معرفي او رسما یې کار پيل کړ

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ ډګر جنرال هیبت الله "علیزی" د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان...

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۹:۰
Background image

د کابل ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۲۶۰ منسوبین فارغ شول

نن د ملي اردو ځواکونو ۲۶۰ تنو افسرانو، برېدملانو او سرتیرو د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته...

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د وسله  وال پوځ لوی درستیز شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې د دواخان مینه پال د جنازې  په مراسمو کې ګډون وکړ

نن مخکې له غرمې، شهید سردار محمد داوودخان په روغتون کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس شهید دواخان مینه پال دجنازې مراسم د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد احمدزي،. . .

بېرته خبرونه ته