د کابل ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه لسګونه منسوبين فارغ شول

نن د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لسګونه منسوبینو د يولړ بنسټيزو، پوځي او مسلکي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او پرسونل مرستیال، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان او د دويمې لوا يو شمېر مجاهدينو پکې ګډون کړى وو، فارغ شول.
دغو ځواکونو د ښوونې په بهير کې د پوځي او مسلکي زده کړو تر څنګ عقيدتي درسونه هم زده کړل.
همدا راز فارغ شوو منسوبينو ژمنه وکړه، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې، د امنيت د تامين او د خلکو په خدمت کې به شپه او ورځ نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي.