د پرسونلو او زده کړو مرستیال ژوند لیک

 ډګرجنرال اقبال علي نادري په ۱۳۳۹ لمریز کال د غزني ولایت په جاغوریو ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګۍ غړولې دي.

نوموړی په ۱۳۶۰ لمریز کال د حربي ښوونځۍ د دولسم ټولګي څخه فارغ شوی او لوړې زده کړې یې د اتحاد شوروي په اولیانوفک ښار کې د مافوق لېسانس په کچه بشپړې کړې دي.

ښاغلی اقبال علي په ۱۳۶۵ لمریز کال د لمړي بریدمن په رتبه د مخابرې په ۱۸۶ قطعه کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده.

ښاغلي اقبال علي نادري د ۱۳۶۹ څخه تر ۱۳۷۲ کال پورې د مخابرې د ۱۸۶ قطعې د ریئس ارکان او د افسرانو په عالي کورس کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده. کله چې په ۱۳۸۱ لمریز کال نوی پوځ تشکیل شو جنرال اقبال علي له همدې کال څخه تر ۱۳۸۳ لمریز کال پورې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت د پرسونلو د ریئس په توګه دنده تر سره کړې ده. له ۱۳۸۳ څخه تر ۱۳۸۸ کال پورې د ستردرستیز د کادر او پرسونل د پلانګزارۍ مرستیال پاتې شوی دی. له ۱۳۸۹ څخه تر ۱۳۹۴ کال پورې د ملي دفاع وزارت د ستردرسیز د مخابرې د ریئس په توګه یې د ملي پوځ په لیکو کې خپل هیوادنی مسوولیت په ښه توګه تر سره کړی دی. او له ۱۳۹۵ کال نه تر اوس مهاله د تعلیماتو او پرسونل په برخه کې د ملي دفاع وزارت د مرستیال په توګه دنده تر سره کوي.

ښاغلی جنرال اقبال علي نادري د لوړو زده کړو ترڅنګ، د مارشال سنټر، سایبر سکیوریټي او د ملي نظامي ستراتېژۍ په لنډ مهاله کورسونو کې د ګډون په موخه جرمني او د امریکا متحده آیالتونو ته سفرونه کړي دي. همدا رنګه نوموړي د ملي دفاع وزارت په استازيتوب په هیواد او بهر کې په یو شمېر مهمو سمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون کړی دی.