د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال خوست ولایت کې د وروستۍ پیښې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د ډاډګیرنې او خواخوږۍ په موخه ولېدل

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۱۲:۱
د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال خوست ولایت کې د وروستۍ پیښې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د ډاډګیرنې او خواخوږۍ په موخه ولېدل

د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز لومړي مرستيال حاجي مالي خان د سيمه ييزو نظامي او ملکي مسوولينو په ملتيا تیره ورځ د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې سیمې ته ولاړ او د پاکستان د هوايي برېدونو د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره په دغو سرحدي سیمو کې وکتل او د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب یې وړاندې کړل.

د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ساتنې په اړه د اسلامي امارت مجاهدینو د وړتیاوو په تړاو د لوی درستیز مرستیال وویل:"څرنګه چې د افغانستان له خاورې څخه هيڅ کوم بل هېواد ته ګواښ نشته، موږ له ګاونډیو هېوادونو غواړو چې د افغانستان خپلواکۍ ته هم درناوی ولري."

همدا راز د ملي دفاع وزارت لوى درستيز د پېښې د ټپيانو پر وخت د درملنې په موخه مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې او د پېښې د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره يې د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته وکړه.

 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته