د وسلوال پوځ لوي درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د شمال امنیتي وضعیت وازاوه

د وسلوال پوځ لوي درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا, د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر, د ملي امنیت ولایتي مرستیال او د سیمه ییزه ارګانونو ادارې مرستیال بلخ ولایت ته سفر وکړ.
دوې د ۲۰۹ شاهین او د ۲۱۷ پامیر قول اردوګانو له قوماندانانو او د فاریاب ولایت د سیمه ایزو چارواکو سره د ناستې په تر سره کولو د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزونه وکړه او په نوو امنیتي پلانونو بحث او خبرې وکړې.
د وسلوال پوځ لوي درستیز وویل: دا چې په دوحه کې د سولې له پاره هڅې دوام لري; اما په افغانستان کې دښمن په تاو تریخوالي او جګړه ټنګار کوي.
هغه وویل: دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه د خلکو امنیت, د اقتصادي پروژو او د لویو لارو د لا ښه امنیت له پاره به د پخوا په پرتله زیات کوښښ او تلاش کوي.
د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال میلر وویل: دا چې دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه په فعال دفاعي حالت کې قرار لري; اما زیاتې او ښې لاسته راوړنې هم لري.