د وسلوال پوځ لوي درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا بغلان ولایت ته لاړ
د وسلوال پوځ لوي درستیز د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین په ملتیا د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه بغلان ولایت ته سفر وکړ.
د وسلوال پوځ لوي درستیز د بغلان ولایت له لوړ پوړو مسؤلینو سره د یاد ولایت د لا ښه امنیت د تامین په خاطر لیدنه او خبرې وکړي.
د وسلوال پوځ لوي درستیز د افسرانو او سرتیرو سره له نږدې وکتل او هغوې ته یې د وګړو د لا خوندیتوب له پاره لازمې لار ښوونې وکړي.