د وسلوال پوځ لوي درستیز د کندهار ولایت ژیړۍ ولسوالۍ ته ولاړ

s.mohmand
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۲۰:۴۱
 د وسلوال پوځ لوي درستیز د کندهار ولایت ژیړۍ ولسوالۍ ته ولاړ

 د وسلوال پوځ لوي درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت ژیړۍ ولسوالۍ ته د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه سفر وکړ.

د پوځ لوي درستیز له دفاعي او امنیتي قوماندانانو او په ځانګړې توګه د عام ولس او سیمې له خلکو مننه وکړه, چې د خپلو سیمو او کلیو څخه د دفاع او ساتنې په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي.

د وسلوال پوځ لوي درستیز د یادې ولسوالې څخه د لیدنې پر مهال د شته امنیتي ستونزو د حل په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او دوې ته یې د هر ډول ملاتړ ډاډ ور کړ.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۲۲:۳۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر له هیواد څخه بهر میشتو هیوادوالو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له یو شمېر هغو هیوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کې میشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هیواد ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او د وسلوال پوځ لوی درستیز د سیمیزو قطعاتو له مسؤلینو سره په VTC (ویډیو کنفرانس) کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د سیمیزو قول اردوګانو، قطعات او جزوتامو له مسؤلینو او. . .

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستيز او حکومت د کابینې غړو په ګډون کې د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنه منسوبينو فراغت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنو ځوانو منسوبينو فراغت نن د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین " فطرت"، د لوړو زده کړو سرپرست شیخ ندا محمد " ندیم"، چارواکو، علماء. . .

بېرته خبرونه ته