د هوايي ځواکونو عمومي قوماندانۍ او د کابل ۳۱۳ مرکزي قول اردو له پاره نوي مسوولین وګمارل شول

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۱۴:۱۹
معرفی مسولان جدید برای قوماندانی عمومی قوای هوایی و قول اردوی ۳۱۳ «مرکزی» کابل 

د ا.ا.ا د امیر المومنین او د ملي دفاع وزارت مشرتابه د لارښوونې سره سم، د چارو ښه پر مخ وړلو په موخه، د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز اړوند نوي مسوولین وګمارل شول:
مولوي امان الدین «منصور» د هوايي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ د سرپرست قوماندان او مولوي نصرالله «مطیع» د ۳۱۳ کابل مرکزي قول اردو د نوی سرپرست قوماندان په توګه وټاکل شول.
همدا راز مولوي نقیب الله «صاحب» د کابل ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ارکان رییس او مولوي عبدالعزیز «انصاري» د ۲۱۵ عزم قول اردو د ارکان رییس په توګه وټاکل شول.

وروستي خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستيز او حکومت د کابینې غړو په ګډون کې د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنه منسوبينو فراغت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنو ځوانو منسوبينو فراغت نن د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین " فطرت"، د لوړو زده کړو سرپرست شیخ ندا محمد " ندیم"، چارواکو، علماء. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۸:۴۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستيز د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه

د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستيز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" په داسې حال کې چې ورسره د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او ډاکټرانو هم ملتيا کوله، د کندهار ولايت د وروستۍ پېښې له ټپیانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۱۴
Background image

د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته ولاړ

د ملي دفاع وزارت رهبري د هدایت پر اساس د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې په فرضي. . .

بېرته خبرونه ته