د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو ستاین

zia_omid
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۴:۲۳
د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو ستاینه

د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز لومړی مرستیال ډګرجنرال اقبال علي "نادري" او د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ډګرجنرال ولي محمد "احمدزی" د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د ستاینې په موخه د هلمند په شمال کې سنګین ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ملي اردو زړورو ځواکونو د ستاینې تر څنګ ددغې سیمې امنیتي وضعیت وارزاوو.

د ستر درستیز لومړي مرستیال ډګرجنرال اقبال علي "نادري" زړورو سرتیرو ته د سرتیري د ورځې په مناسبت د مبارکۍ د وړاندې کېدو په خوا کې، د هېواد له جلالتمآب ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان څخه يې نړۍ مننه وکړه، چې یاده ورځ يې د سرتیري په نوم ونوموله.

ډګرجنرال اقبال علي "نادري" د ملي دفاع وزارت په استازیتوب د خپلو خبرو په ترڅ کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د پوځیانو سرښندني، هیوادنۍ مینه او د هلمند له دروند ولس څخه د ساتنې اوچته انګیزه او قوي مورال د ستاینې وړ وباله او تینګار یې وکړ چې ستاسو هلې ځلې ددې لامل شوې چې طالبان د سولې مذاکراتو ته کښیني.

یاد پلاوي په سنګین ولسوالۍ کې د ملي اردو یوشمیر سرتیري، بریدملان او افسران په فوق العاده رتبو، ستاینلیکونو او "۱۵"ورځنۍ بخششي معاشونو وستایل.

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو ستاینه

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته