د هرات په سل بستریز سیمه ایز روغتون کې د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو له ټپیانو د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه او عیادت

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۴:۴۱
د هرات په سل بستریز سیمه ایز روغتون کې د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو له ټپیانو د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه او عیادت

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل د هرات ولایت د سل بستریز په سیمه ایز روغتون کې د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو د بستري ناروغانو او ټپیانو عیادت وکړ.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د سولې او آرامتیا او د خلکو د ځان او مال د دفاع په موخه د دفاعي او امنيتي ځواکونو د زړورو سرتیرو او منسوبینو له سرښیندو او اتلولیو چې خپل ځانونه يې سپر ګرځولي او په مېړانه دفاع کوي ستاینه او مننه وکړه.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د همدردۍ او عیادت په خوا کې پر بستري ناروغانو او ټپیانو یوه اندازه نقدي مرستې هم وویشلې.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۶:۵۸
Background image

هلمند ولایت ته د تازه دمو ځانګړو ځواکونو رسیدل

تېره شپه هلمند ولایت ته زیات شمیر ځانګړي ګډ ځواکونه ورسیدل او همدا راز دغو ځواکونو د ۶۰۱ نمبر لويې لارې اړوندې سیمې...

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۲۰:۴
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستیز نیمروز ولایت ته ولاړ

د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا د کورنیو چارو وزارت له ارشد معین...

جمعه ۱۳۹۹/۸/۲ - ۱۸:۲۱
Background image

د ۲۱۵ میوند قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۲۳۱ تنه سرتیري فارغ شول

د هلمند او نیمروز ولایاتونو ځوانانو د ۱۲ اوونیو پوځي زده کړو وروسته د ۲۱۵ میوند قول اردو د پوځي ښوونیز مرکز څخه...

بېرته خبرونه ته