د ناروې هېواد سفیر سره د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۳:۴۴
د ناروې هېواد سفیر سره د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود"میاخیل " د افغانستان لپاره د ناروې هېواد سفیر "اولي اندریس لینډمن" سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پروسې په خبرو اترو بحث وشو او همدا راز د خبرو په ترڅ کې کابل کې د ناروې هېواد نوی پوځي اتشه هم د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ته وپيژندل شو.
ښاغلي میاخیل د دفاعي او امنیتي ځواکونو او د افغانستان له خلکو سره د ناروې د حکومت د مرستې او همکارۍ له امله د قدرداني څرګندونه وکړه او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا ټینګار وکړ.

همداراز د ناروې سفیر د افغانستان له خلکو سره  په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر دوام، ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۲۲:۳۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر له هیواد څخه بهر میشتو هیوادوالو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له یو شمېر هغو هیوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کې میشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هیواد ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او د وسلوال پوځ لوی درستیز د سیمیزو قطعاتو له مسؤلینو سره په VTC (ویډیو کنفرانس) کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د سیمیزو قول اردوګانو، قطعات او جزوتامو له مسؤلینو او. . .

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستيز او حکومت د کابینې غړو په ګډون کې د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنه منسوبينو فراغت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنو ځوانو منسوبينو فراغت نن د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین " فطرت"، د لوړو زده کړو سرپرست شیخ ندا محمد " ندیم"، چارواکو، علماء. . .

بېرته خبرونه ته