د ملی دفاع سرپرست وزیر د غزنی له والي او ملي شورا استازو سره وکتل

zia_omid
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۹ - ۱۸:۵۴
دملي دفاع سرپرست وزیر د غزني ولایت له والي او په ملي شورا کې دغزني ولایت له استازو سره نن

دملي دفاع سرپرست وزیر د غزني ولایت له والي او په ملي شورا کې دغزني ولایت له استازو سره نن له  غرمي وروسته وکتل.

په دي کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر د ویډیو کنفرانس له لاري په غزني ولایت کې د امنیتې او دفاعي ځواکونو سره خبري وکړي او د غزني ولایت امنیتې وضعیت ارزونه یې وکړه.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د غزني والي او وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې د یاد ولایت د امنیت لپاره به د ملي دفاع وزارت ټول امکانات په لاره واچوي.

په اخر کې د غزني ولایت وکیلانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۸:۴۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستيز د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه

د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستيز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" په داسې حال کې چې ورسره د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او ډاکټرانو هم ملتيا کوله، د کندهار ولايت د وروستۍ پېښې له ټپیانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۱۴
Background image

د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته ولاړ

د ملي دفاع وزارت رهبري د هدایت پر اساس د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې په فرضي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر په قطر کې د دفاعي نندارتون غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د قطر هیواد له لوړ پوړیو چارواکو او دفاع وزیر له لیدنې وروسته د وسلو په “دفاعي. . .

بېرته خبرونه ته