د ملي د فاع سرپرست وزیر اسد الله خالد د خاک جبار ولسوالۍ له پوځيانو سره و لیدل

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۹ - ۱۶:۵۰
اسد الله خالد سرپرست وزارت دفاع ملی به مناسبت نهم حوت روز ملی سرباز،  با منسوبین نظامی ولسوالی خاک جبار بازدید نمود

 

د کب میاشتې ۹ مه، چې د سرتیري د ملي ورځې په نوم نومول شوې ده په همدې مناسبت، د ملي د فاع سرپرست وزیر اسد الله خالد د خاک جبار ولسوالۍ له پوځيانو سره و لیدل

د کب ۹ مه ورځ، چې د هیواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځ ده، د ملي دفاع سرپرست وزیر د کابل د ۱۱۱ مرکزي فرقې د دوهمې پلې لوا د شپږم کنډک په قرارګاه کې، چې د خاک جبار په ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوی دی لیدنه وکړه.

د ملي دفاع سرپرست وزیر په داسې حال کې، چې د یاد وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال عبدالحی رؤف هم ورسره مل وو د پوځیانو په غونډه کې د خبرو پر مهال د ملي پوځ او ملي پولیسو د منسوبینو هغه هڅې چې په اړونده امنیتي ساحو کې یې تر سره کړې دي د ستایلو وړ وبللې او افغان پوځیان یې د هیواد د خلکو ویاړ وبلل.

همدا رنګه ښاغلي خالد زیاته کړه( د تاریخي پلوه د کب پر ۹ مه نېټه غازي امان الله خان د لومړي ځل لپاره د افغانستان د خپلواکۍ بنسټ کېښود. په همدې مناسبت دوه کاله د مخه د افغانستان د اسلامي دولت جمهور ریئس او د وسلوال پوځ د اعلی سرقومندان لخوا هم دغه ورځ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په نوم و نومول شوه).

د ملي دفاع وزارت سرپرست د هیواد دفاعي او امنیتي پوځ منسوبینو ته په خطاب کې وویل(هر هغه ګام، چې د هیواد او خلکو څخه د دفاع، د ملي نوامیسو د ساتنې او افغانستان ته د سولې د راوستلو په لار کې یې پورته کوئ په یقیین سره، چې الله(ج) به یې اجر در کوي او د هیواد هر وګړی پر تاسو ویاړي او د افغانستان زرین تاریخ به تاسو د هیواد د رېښتینو اتلانو په توګه یادوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته