د ملي دفاع وزیر د یونفورم اړوند د وروستي حکم د تطبیق په غونډه کې د ستر درستیز مرستیال کډون وکړ

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۲۱:۳۸
د ملي دفاع وزیر د یونفورم اړوند د وروستي حکم د تطبیق په غونډه کې د ستر درستیز مرستیال کډون وکړ

د وسله وال پوځ ستر درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله "حکیمي" یې هم ملتیا کوله، نن د ملي دفاع وزارت د حمايې او امنيت لوا په قوماندانۍ کې د یونفورم د اغوستلو په اړه د رهبرۍ د وروستي فرمان د تطبیق مراسمو کې په نظامي يونفورم سره ګډون وکړ .

د ستر درستیز مرستيال د اسلامي ملي اردو د نظامي يونيفورم په اغوستلو کې د مجاهدينو د اطاعت او فرمانبرداري قدرداني وکړه او د هر پوځي افسر لپاره يې د اسلامي پوځ د نظامي يونيفورم اغوستل ضروري وګڼل.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت رهبري د یوه لیکلي فرمان له لارې د اسلامي پوځ د ټولو قطعاتو او جزوتامونو مجاهدینو ته امر کړئ چې په ادارو او د خپلو مسؤلیتونو په ځای کې د نظم د ټینګښت په موخه خپل نظامي یونیفورم واغوندي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

بېرته خبرونه ته