د ملي دفاع وزارت ۲۰ تنه منسوبین د تفتیش له یوې ښوونیزې تخصصي دورې څخه فارغ شول

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۴:۴۱
د ملي دفاع وزارت ۲۰ تنه منسوبین د تفتیش له یوې ښوونیزې تخصصي دورې څخه فارغ شول

د ملي اردو ۲۰ تنه منسوبینو د تفتیش له ۲ میاشتو مسلکي تخصصي ښوونو وروسته، نن د ملي دفاع وزارت دلومړي مرستیال ډاکټر نجیب الله "وردګ"، جنرالانو او افسرانو په شتون کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ملي اردو منسوبینو مسلکي کیدل مهم وبلل او زیاته یې کړه: « فساد سره د مبارزې پر وړاندې ددغه څېر تخصصي کورسونو جوړول، مثبت ګام دی.»

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ټینګار وکړ، چې په ادارو کې د کارکوونکو له لوري جدي ژمنتیا ددې لامل کېږي څو د فساد پر وړاندې کلکه مبارزه وشي. 

همدا راز د ملي دفاع وزارت سرمفتش ډاکټر عبدالناصر «اصفیا» وویل:«دا فارغان به د ملي اردو په قطعاتو او جزوتامونو کې د منسوبینو د حقوقو د تآمین په برخه کې اغیزمن ګامونه اوچت کړي.»

یادو فارغانو لوړه وکړه چې له فساد سره د مبارزې په دګر کې به په کلکه کار وکړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۴۸۱ تنه سېمه ایز سرتيري د اته اونیو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته، فارغ شول...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۴:۴۴
Background image

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه تازه دمي سرتیري فارغ شول

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۳۰۰ تازه دمي سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول...

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۴:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت ۲۰ تنه منسوبین د تفتیش له یوې ښوونیزې تخصصي دورې څخه فارغ شول

د ملي اردو ۲۰ تنه منسوبینو د تفتیش له ۲ میاشتو مسلکي تخصصي ښوونو وروسته...

بېرته خبرونه ته