د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د حربي ښونځي له قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۰:۳۲
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د حربي ښونځي له قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکټر نجیب الله "وردګ"، د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې له عمومي قوماندان ډګر جنرال پاینده محمد "ناظم" او د ستر درستیز د دکتورینو په ملتیا د حربي ښونځي له قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یادې قوماندانۍ ښونیز نصاب, درس خونې, طعام خانې او د زده کړیالانو خوب خونې وارزولې.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال, د دغه قوماندانۍ وضعیت مثبت وارزاوه, د ښوونکو او مسؤلینو له کړنو یې ستاینه او قدردانۍ وکړه.

همدا راز ددغه مرکز د زده کړیالانو د ښونیز نصاب او معیشتي وضعیت د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښونې وکړې.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۹ - ۲۲:۴۵
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د اختر په لومړۍ ورځ د شهید سردار محمد داود خان د څلور سوه بستریز روغتون ناروغانو پوښته وکړه او ډاډ یې ورکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکټر نجیب الله "وردګ" دلوی اختر په لومړۍ ورځ د دې وزارت له رییسانو سره...

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۹ - ۲۲:۳۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ۲۰۳ تندر قول اردو ۱۰۰ بستریز ساحوي روغتون کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپی ناروغانو عیادت وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر ستر جنرال بسم الله “محمدي” نن د پکتیا ولایت ته د خپل سفر په دوام کې...

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۹ - ۲۱:۵۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د پکتیا ولایت له علماوو، د بیلابیلو قومونو له مشرانو او متنفذینو سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله "محمدي" نن ۲۰۳ تندر قول اردو ته د سفر په ترڅ کې...

بېرته خبرونه ته