د ملي دفاع وزارت له حربي ښوونځي څخه ۱۸۳ تنه زده کړیالان د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۴:۵۹
د ملي دفاع وزارت له حربي ښوونځي څخه ۱۸۳ تنه زده کړیالان د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول

تيره ورځ د ملي دفاع وزارت د حربي ښوونځي څخه ۱۸۳ تنه زده کړیالان د پوځي، مسلکي او فکري زده کړو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول، په دغه فراغت غونډه کې د پرسونل او تعلیماتو معاونیت مرستیال شیخ عبدالرحمان «اخندزاده»، د سر پلټنې، ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو رییسانو، د ښوونې روزنې او دوکتورینو قوماندان، ښوونکو، منسوبینو او د ملي دفاع وزارت د حربي ښوونځي فارغینو او د کورنیو غړو یې ګډون درلود.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت مسوولانو د اسلامي امارت ځواکونو په لا یوالي او زده کړیالانو ته د خپلو مسولیتونو په تر سره کولو کې د محمد (ص) د اخلاقو او صفاتو په مراعات کولو ټینګار وکړ.

همدا راز دغه مراسم د پوځي وړتیا په ښودلو او ممتازو زده کوونکو ته د جایزو په ورکولو سره پای ته ورسیدل.

په داسې حال کې، چې  له فتحې وروسته د حربي ښوونځي قوماندانۍ دروازه د څه مودې له پاره د زده کوونکو پر مخ تړل شوې وه، وروسته د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په ترغیب او د اړوندو مسوولینو په هلو ځلو بېرته فعاله شوه او تیره ورځ زده کړیالان د مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته، فارغ شول.
 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۲۲:۳۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر له هیواد څخه بهر میشتو هیوادوالو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له یو شمېر هغو هیوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کې میشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هیواد ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او د وسلوال پوځ لوی درستیز د سیمیزو قطعاتو له مسؤلینو سره په VTC (ویډیو کنفرانس) کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د سیمیزو قول اردوګانو، قطعات او جزوتامو له مسؤلینو او. . .

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستيز او حکومت د کابینې غړو په ګډون کې د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنه منسوبينو فراغت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنو ځوانو منسوبينو فراغت نن د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین " فطرت"، د لوړو زده کړو سرپرست شیخ ندا محمد " ندیم"، چارواکو، علماء. . .

بېرته خبرونه ته