د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره وکتل

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۲۲:۵۸
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره وکتل

تیره ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب «مجاهد» په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د بشري او کلتوري چارو مرستیال طارق علي البخیت د دغه سازمان ځانګړي استازي محمد سعید «آل عیاش»، د یاد سازمان د دفتر عمومي مدیر او د دغه  سازمان سیاسي مرستیال یوسف الضبیعي سره په کابل کې وکتل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو له سازمان سره د ښو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل: موږ  د سرحداتو په کلکه ساتنه سره ټولې نړۍ ته پوره ډاډ ورکوو، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد هیڅکله ونه کارول شي.

همدا راز د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د مخدره توکو کښت، قاچاق او د داعش سره په مبارزه کې د  اسلامي امارت له هڅو ستاینه او قدردانی وکړ.

په پای کې د ملي دفاع وزارت سرپرست په څرګنده توګه وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی او د افغانستان څخه به نړۍ ته هيڅ ډول ګواښ نه پیښیږي.
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته