د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد په کابل کې د چین هېواد له سفیر سره لیده کاته وکړل
د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال اسدالله خالد په کابل کې د چین جمهوري هیواد له سفیر وانګ یو او ددغه هیواد له پوځي اتشې ډګروال وانګ زینګ سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د امنیتي، سرحدي او دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې اترې وکړې.
ستر جنرال اسدالله خالد د چین هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه او په بیلابیلو برخو کې د افغانستان او چین د مرستو په دوام ټینګار وکړ.