د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد په کابل کې د امریکا سفارت له نوي مرستیال سره لیده کاته وکړل
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، په افغانستان کې د امریکا سفارت له نوي مرستیال "ایان مک کیري" سره نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
دواړو خواوو د هېواد د امنیتي وضعیت په تړاو خبرې اترې وکړې، او په کابل کې د امریکا سفارت مرستیال د افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو له لاسته راوړنو ستاینه وکړه.
همداراز ستر جنرال اسدالله خالد، د هېواد له دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو سره د امریکا د متحدو ایالاتو له مرستو او همکاریو مننه وکړه او له افغانستان سره ددغه هیواد د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.