د ملي دفاع وزارت سرپرست د ۲۰۳ تندر قول اردو ۱۰۰ بستریز ساحوي روغتون کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپی ناروغانو عیادت وکړ

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۹ - ۲۲:۳۵
د ملي دفاع وزارت سرپرست د ۲۰۳ تندر قول اردو ۱۰۰ بستریز ساحوي روغتون کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپی ناروغانو عیادت وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر ستر جنرال بسم الله “محمدي” نن د پکتیا ولایت ته د خپل سفر په دوام کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ۱۰۰ بستریز ساحوي پوځي روغتون د دفاعي او امنیتي ځواکونو له بستر شویو ناروغانو څخه عیادت وکړ.

ملي دفاع وزارت سرپرست د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو چې خپل خوږ ځانونه یې د سولې او ثبات لپاره قربان کړي دي قدرداني وکړه او د هغوی کړنې یې د راتلونکي نسل لپاره د ویاړ وړ وبللې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله محمدي د یاد روغتون مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۲۲:۳۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر له هیواد څخه بهر میشتو هیوادوالو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له یو شمېر هغو هیوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کې میشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هیواد ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او د وسلوال پوځ لوی درستیز د سیمیزو قطعاتو له مسؤلینو سره په VTC (ویډیو کنفرانس) کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د سیمیزو قول اردوګانو، قطعات او جزوتامو له مسؤلینو او. . .

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستيز او حکومت د کابینې غړو په ګډون کې د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنه منسوبينو فراغت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنو ځوانو منسوبينو فراغت نن د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین " فطرت"، د لوړو زده کړو سرپرست شیخ ندا محمد " ندیم"، چارواکو، علماء. . .

بېرته خبرونه ته