د ملي دفاع وزارت سرپرست د ختيځ زون امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه ٢٠١ خالد ابن وليد قول اردو ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب "مجاهد" د ختيځو ولايتونو د امنيتي وضعيت ارزونې په موخه د "٢٠١ خالد ابن وليد" قول اردو ته سفر وکړ او هلته يې د يادې قول اردو اړوندو لواګانو د مشرتابه وکتل.
د "٢٠١ خالد ابن وليد" قول اردو قوماندان مولوي ابو دجانه په ختيځ زون کې د روان امنيتي وضعيت د راپور وړاندې کولو ترڅنګ د سرحداتو په اړه هم بشپر راپور او معلومات وړاندې کړل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست په ختیځ زون کې د امنیت په تامین کې د اسلامي امارت د ځواکونو سرښندنې وستایلې او په ختیځ زون کې یې د ستونزو د حل په برخه کې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.