د ملي دفاع وزارت سرمفتش د پوځي پلاوي په مشرۍ ۲۱۵ عزم قول اردو ته سفر وکړ

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۹:۳
د ملي دفاع وزارت سرمفتش د پوځي پلاوي په مشرۍ ۲۱۵ عزم قول اردو ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت سرمفتش الحاج مفتي لطيف الله «حکيمي» د یو پوځي پلاوي په مشرۍ د کاري وضعيت ارزونې په موخه هلمند ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه لېدنه وکړه.

د ملي دفاع وزارت سرمفتش او ورسره ګډ پلاوي د عزم قول اردو له چارواکو سره ګډه ناسته تر سره کړه، په دغه ناسته کې مسؤلینو د هلمند ولایت اړوند هر اړخیز معلومات له تللي پلاوي سره شریک کړل.

د ملي دفاع وزارت سرمفتش د یادې قول اردو د چارواکو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې، نوموړي د دغه قول اردو د چارواکو او منسوبینو له نه ستړي کیدونکو کوښښونو قدردانی وکړ، د قول اردو منسوبینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی سره یې د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته