د ملي دفاع وزارت د ستراتيژي او پاليسۍ مرستيال د ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه ليدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت د ستراتيژي او پاليسۍ مرستيال مولوي محمد قاسم فريد او ورسره مل پلاوي د ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه لیدنه وکړه.
مولوی محمد قاسم په دی سفر کی د یادې قول اردو له قوماندان مولوي نصرالله "مطيع" او درستیزوال شیخ نقیب الله"عزیزي" او یو شمیر نورو مسؤلینو سره یې هم وکتل.
یاد پلاوي د قول اردو د مديريتونو څخه ليدنه وکړه، د هغوی کړني يې له نږدې وڅارلې، د دوی ستونزې او مشکلات یې واورېدل او دوی ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.