د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل په معاونیت کې نوې ګمارنې

zia_omid
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۱۵:۹
تقرری های جدید در معاونیت پرسونل و تعلیمات وزارت دفاع ملی

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د لوړ مقام د حکم پر بنسټ د پرسونل معاونیت د تعلیماتو ریاست د ستندردونو، تحلیل او ارزیابۍ عمومي مدیر ډګروال غلام نبي صافی، د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت د مرستیال په توګه او د افسرانو د اکاډمۍ د اسلامي ثقافت دیپارټمنټ د عقیدتي او فرهنګي چارو دیپارټمنټ آمر ډګروال غلام حضرت حسیني د تعلیماتو او پرسونل معاونیت د نظامي پالیسۍ د تنظیم او ادارې د ریئس په توګه په نويو بستونو کې په دنده و ګمارل شول.

د تعلیماتو او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیره یوسف زاده د یادو افسرانو په پېژند غونډه کې د مخکیني مرستیال د ښو چارو د تر سره کېدونه په درناوي، د تعلیماتو او پرسونل معاونیت نوي مرستیال او د نظامي پالیسۍ د تنظیم او ادارې رییس ته په خپلو چارو کې د لازیاتو بریالیتوبو غوښتنه وکړه.  

تقرری های جدید در معاونیت پرسونل و تعلیمات وزارت دفاع ملی

په همدې حال کې د پرسونل او تعلیماتو معاونیت مرستیال او د نظامي پالیسۍ د تنظیم او ادارې رییس په خپل وار سره ډاډ څرګند کړ، چې اړونده چارې به په ښه توګه تر سره کوي او د ملي دفاع وزارت د قوانینو، اوامرو او پالیسیو په پلي کولو کې به نه ستړې کېدنکې هلې ځلې کوي.

وروستي خبرونه

جمعه ۱۳۹۸/۵/۲۵ - ۱۳:۱۱
Background image

پکتیا ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست سفر

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ناتو عمومي قومندان....

چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۲۳:۳۸
Background image

د کوماندو او افغان هوايي ځواکونو د ظرفیتونو لوړاوی د دښمن د مرګ ژوبلې لامل شوی

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال ډګر جنرال محمد یاسین ضیا او په افغانستان کې د ناتو عمومي قومندان....

پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۳ - ۱۱:۱۶
Background image

بېرته خبرونه ته