د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون نوی رییس معرفي شو

s.mohmand
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۵:۲۱
د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون نوی رییس معرفي شو

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د هېواد د جمهوري ریاست د لوړ مقام په منظورۍ د کورنیو چارو د حمایه پخوانی قوماندان برید جنرال زرهدار توریالی «فراهي»، د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز د اوپراسیون د رییس په توګه د ډګر جنرالۍ په بست کې وګمارل شو.
د ستر درستیز د اوپراسیون د رییس په پیژند غونډه کې، د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست «شاه محمود میاخیل»، د لوی درستیز لومړي مرستیال، د ملي دفاع وزارت، رئیسانو، جنرالانو او افسرانو ګډون کړی وو.
د ملي دفاع لومړي مرستیال وویل:« د چارو د لا ښه سمون له پاره په نظام کې تغییر او تبدیل یو منل شوی اصل دی او تاسو به یو له ځوانو افسرانو څخه د منل شوو اصولو او پرنسیبونو مطابق عمل وکړئ تر څو په هېواد کې د امنیت د ټېنګښت او  ټاکل شوو امنیتي موخو ته ورسیږئ.»
د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون وویل:« زه د ملي دفاع وزارت د ځوانو افسرانو په نماینده ګۍ تاسې ته ډاډ درکوم، چې په اخلاص او ژمنتیا سره د هېواد د نافذه قوانینو پیروي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دفاعي او امنیتي بنسټونو د همغږۍ له پاره په ټول ځواک سره کار وکړم.»

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۲۰:۴۱
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء غزني ولایت ته ولاړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء, نن غزني ولایت ته ولاړ...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۴۸۱ تنه سېمه ایز سرتيري د اته اونیو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته، فارغ شول...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۴:۴۴
Background image

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه تازه دمي سرتیري فارغ شول

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۳۰۰ تازه دمي سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول...

بېرته خبرونه ته