د ملي دفاع وزارت حربي ښوونځي قوماندانۍ د زده کړيالانو د زده کړو پیل

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مشرتابه په لارښوونه د نوي ښوونیز کال په رارسيدو، نن د حربي ښوونځي د زده کړيالانو زده کړې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد نبي، د حربي ښوونځي قوماندان مولوي شريف الله «حقمل»، مسولانو، ښوونکو او زده کړيالانو ګډون درلود، رسما افتتاح او پيل شوې.
په دې مراسمو کې د حربي ښوونځي قوماندان د ښوونکو او طلابو له بيرته راتګ څخه مننه وکړه او له هغوی يې وغوښتل، چې په خپلو زده کړو کې حاضر او پابند اوسي.
له بلې خوا د حربي ښوونځي يو شمير ښوونکو او طلابو د زده کړو له پيليدو خوښي څرګنده کړه او ډاډ يې ور کړ، چې د اسلامي بيرق لاندې به په اسلامي روحيه د هېواد او خلکو خدمت ته چمتو وي.
د حربي ښوونځي فعاليت بيا پيليدل د هېواد د اردو مسلکي او پياوړتيا د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز مشرتابه د هڅو يوه برخه ده.