د ملي دفاع سرپرست وزیر په قطر کې د دفاعي نندارتون غونډه کې ګډون وکړ
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د قطر هیواد له لوړ پوړیو چارواکو او دفاع وزیر له لیدنې وروسته د وسلو په “دفاعي نندارتون” کې چې د مختلفو نړیوالو شرکتونو لخوا جوړ شوی وو، لیدنه وکړه
همدا راز د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره ملي پلاوي په یاد نندارتون کې له بېلابېل ډول وسلو څخه هم لیدنه وکړه.