د ملي دفاع سرپرست وزیر په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس سره وکتل

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۸:۳۵
د ملي دفاع سرپرست وزیر په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب «مجاهد» د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د کتنو په لړ کې، پرون ماښام د ابوظبۍ په «الشاطي» شاهي ماڼۍ کې د متحده عربي اماراتو د دولت له رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ته د شیخ محمد زاید له ښه راغلاست ويلو وروسته؛ په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې وشوې.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۸:۴۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستيز د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه

د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستيز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" په داسې حال کې چې ورسره د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او ډاکټرانو هم ملتيا کوله، د کندهار ولايت د وروستۍ پېښې له ټپیانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۱۴
Background image

د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته ولاړ

د ملي دفاع وزارت رهبري د هدایت پر اساس د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې په فرضي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر په قطر کې د دفاعي نندارتون غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د قطر هیواد له لوړ پوړیو چارواکو او دفاع وزیر له لیدنې وروسته د وسلو په “دفاعي. . .

بېرته خبرونه ته