د ملي دفاع سرپرست وزیر له هیواد څخه بهر میشتو هیوادوالو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له یو شمېر هغو هیوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کې میشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هیواد ته راغلي وو، نن پخپل کاري دفتر کې وکتل.
زموږ دغو هېوادوالو او مېلمنو د ملي دفاع له سرپرست وزير سره په کتنه کې د ښې حکومتولۍ په برخه کې د يوه سوکاله او پرمختللي هېواد لپاره خپل نظریات او وړانديزونه وړاندې کړل او هغه څه يې چې په دغه سفر کې له نږدې ولیدل د هغوی پر خلاف یې د غربیانو تبلیغات پروپاګند وبلل او همدا راز د هیواد په کچه د امنیت رامنځته کولو، د زیربنایي پروژو پیل کول او نورو پروژو ته امیدواري وښوده.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د دغو هېوادوالو د احساساتي خبرو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، کومې ستونزې او مشکلات چې شتون لري، ډیر ژر به حل شي، هیڅ شئ له امنیت څخه بهتر نه وو، نن ورځ هغه د خدای ج په کامل نصرت او د خلکو په قربانیو سره په دغه ځمکه راغلی دی، باید شکرانه اداء کړو او د دغه فرصت څخه په استفادې سره به د هیواد په پرمختګ کې برخه واخلو.