د ملي دفاع سرپرست وزیر د هېواد لويديځ زون ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان او ايران ترمنځ سرحدي کرښې څخه لیدنه وکړه

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۱:۲۰
سرپرست وزارت دفاع ملی در جریان سفری به زون غرب کشور از نوار مرزی ایران و افغانستان دیدار کرد

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب «مجاهد» جنوب لویدیځ زون ته د سفر په بهير کې تيره ورځ د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د مسوولينو سره د افغانستان او ايران ترمنځ د مستقرو قطعاتو او جزوتامونو څخه ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر د هرات اسلام قلعه کنډکونو تر ۷۸ ميله لرې د «ابو نصر فراهي» کنډک، چې په فراه ولایت کې موقعیت لري د ليدنې تر څنګ د منسوبينو ستونزې او وړانديزونه واوريدل.

همداراز د ملي دفاع سرپرست وزیر په دغه سفر کې د هېواد لويديځ زون په ځانګړي توګه د يادو دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي سيمو کې د لا ښه امنيت ټينګښت په موخه مسوولينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته