د ملي دفاع سرپرست وزیر د عمر ثالث فرقې او د بدخشان له سرحدي نقطو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د دوه ورځني سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته ولاړ او د دغه ولایت ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له مسؤولینو او نظامي منسوبینو سره یې وکتل.
ورپسې د ملي دفاع وزارت سرپرست د وضعیت د لا ښه څېړلو په موخه د دغه ولایت پامیر او اشکاشم ولسوالیو ته ولاړ او د دغو ولسوالیو له سرحدي نقطو یې لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د هېواد د پولو د امنیت او ساتنې په برخه کې د اسلامي پوځ د کړنو قدرداني وکړه او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې هم واورېدې.
په دې سفر کې د هېواد د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الدین "منصور" د ملي دفاع له سرپرست وزیر سره ملتيا کوله.